تازه خبرونه
د بس په تمځي کې د افغانستان په اړه محرم اسناد مندل شوي
د بی بی سی د څرګندونو له مخې؛ د انګلستان د کینټ ښار د بس په تمځي کې د افغانستان په اړه د دغه هېواد د دفاع وزارت بېلابېل محرم اسناد موندل شوي دي.
په دې راپور کې راغلي؛ د دغو اسنادو یوه برخه په اوکراین کې د کریمیا ټاپو وزمې ته د کښتۍ تېریدو په اړه د روسیې پر احتمالي غبرګون بحث شوي. په داسې حال کې، چې بله برخه د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د بریټانیا د احتمالي شتون پر ټینګار څرګندونې لري.
د بریټانیا حکومت ويلي، چې پدې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
د بریټانیا د دفاع وزارت یوه ویاند ویلي، چې یوه پوځي چارواکي دوی ته د پوځي اسنادو د تر له لاسه ورکولو راپور ورکړی؛ خو په دې اړه نور جزئیاتو ورکول مناسب نه بولي.
د بی بی سي د څرګندونو له مخې: دغه اسناد، چې لږ تر لږه ۵۰ پاڼې لري؛ د سې شنبې پر ورځ د کینټ ښار د بس تمځي شاته ترلاسه شوي دي.
بي بي سي زیاته کړې، چې په دې اسنادو کې یو برېښنالیک او د پاور پواینټ دوسیه هم شته، چې د بریټانیا د دفاع وزارت یوه لوړپوړي چارواکي پورې اړه لري.
رسنۍ ښیي، چې د دغو حساسواسنادو ډېره برخه پر نښه شوې او بېلول یې داسې تر سره شوي، چې له ستونزې پرته د پوهاوي وړ دي.
راپور څرګندوي؛ په دې اسنادو کې امریکا له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د بریټانیا د یو شمېر ځواکونو د پاتې کېدو غوښتنه تر پوښتنې لاندې نیولې ده.
له دې مخکې یو شمېر رسنیو راپور ورکړی و، چې بریټانیا غواړي په افغانستان کې یو شمېر سرتېري وساتي.
بي بي سي څرګنده کړې، چې د اسنادو د محرمیت له کبله نه غواړي، چې دغه اسناد له رسنیو سره شریک کړي.
ویل کیږي، چې په افغانستان کې د بریټانیې شتون زیانمن ارزول شوی او څرګنده شوې، چې دغه ځواکونه به د بېلابېلو شبکو لخوا پر نښه شي. په داسې حال کې، چې د تل پاتې کېدو غوراوي ته یې اړتیا هم نه لیدل کیږي.
د دغو سندونو له مخې، په افغانستان کې سیاسي او امنیتي وضعیت دېر ډاډمن ګڼل شوی ندی.