سیمه ییز خبرونه

د بشري حقونو خپلواك كميسيون افغان حكومت ته د بګرام زندان له سپارلو هركلى كوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په همدې حال كې د بشري حقونو خپلواك كميسيون او مدني ټولنې افغان حكومت ته د بګرام زندان له سپارلو هركلى كوي او له افغان دولت څخه غواړي، چې د دغه زندان له بنديانو سره د نړيوالو قوانينو له مخې چلند وكړي.

له هغې وروسته، چې امريكا د بګرام زندان په پوره ډول افغان حكومت ته وسپاره د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كميسيون له افغان دولت يو لړ غوښتنې مطرح كړې.

په كابل كې د بشري حقونو د سيمه یيز دفتر رئيس شمس الله احمد زى له افغان دولت څخه غواړي، چې د بګرام د زندان له بنديانو سره دې د نړيوالو قوانينو له مخې چلند وكړي.

په همدې وخت كې د مدنې ټولنو فعال مير احمد جوينده د بګرام زندان د بنديانو د راتلونكې په باب له افغان دولت څخه د ضمانت غوښتنه كوي.

د بېګناه او مجرمو بنديانو تر مېنځ توپير، د هغو بنديانو د محاكمو تكميلېدل، چې برخليك يې نه دى ښكاره او د بګرام زندان د بنديانو په محكمو كې عدالت ته پاملرنه نورې هغه غوښتنې دي، چې د مدني ټولنو فعالان يې مطرح كوي.

بل خوا د بشري حقونو خپلواك كميسيون خبر وركوي، چې كه د بګرام د زندان له بنديانو سره ناوړه چلند وشي او يا هم د دغه زندان په ګډون د هېواد په نورو زندانونو كې بشري حقونه تر پښو لاندې شي نو له  افغان دولت څخه به د نړيوال ملاتړ كچه ټيټه شي.

Trending

Exit mobile version