سیمه ییز خبرونه

د بشري حقونو د څار اداره له ولسمشر څخه غواړي تر څو د اعدام د تر سره كېدو بهير ودروي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

له هغې وروسته، چې په هېواد كې د سړي تښتونې، قتل او جنسې تېريو پېښې زېاتې شوې خلكو پر دولت فشار راوړ تر څو د دغو جرمونو عاملين مجازات شي، چې دا فشارونه د دې لامل شول تر څو افغان ولسمشر د شپاړسو كسانو د اعدام پر حكم لاسليك وكړي، چې په  سړي تښتونې، قتل او جنسي تېريو كې گرم بلل شوي وو.

د بشري حقونو د څار اداره وايي:

د اعدام له ترسره كېدو څخه د افغان دولت لرې والى په تېرو څو كلونو كې د وسله والو طالبانو له قوانينو څخه لرې والى وو. په يوه ورځ كې د اتو كسانو اعدام كول بدعيت ته د افغانستان يو وحشتناك گام وو. ولسمشر بايد د راتلونكو اعدامونو پلې كېدل ودروي او په رسمي ډول بايد ژمنه وكړي، چې نور به څوك نه اعدام كوي.

په همدې سره د اورپايي ټولنې د بخښنې نړيوال سازمان او وسله والو طالبانو د بېلابېلو خبرپاڼو په خپرولو سره د دغو اعدامونو د درولو غوښتنه كړې.

د اروپايي ټولنه مسئولين وايي:

مونږ د جنسي تېري او دې ته ورته نورو بې رحمانه جرمونو غندنه كوو او دا هم درك كوو، چې د دغو جرمونو د عاملينو په باب خلك حساسيتونه لري، مونږ په دې باور يو، چې د دغو جرمونو عاملين بايد يوې عادلانه محكمې ته وړاندې او په بند محكوم شي. ځكه چې اورپايي ټولنه، ناروې او سويس په هر حال كې له اعدام سره مخالفت لري.

همداراز وسله وال طالبان هم پدې هكله وايي، مونږ كره رپوټونه لرو، چې د اعدام شويو كسانو په مېنځ كې د اسلامي امارت كسان هم شامل دي، چې دا كسان جنايي نه بلكې جنگي اسيران دي او د جنگي اسيرانو اعدام د بشري حقونو خلاف كار دى،  خو مشرانو جرگه له د دغو اعدامونو د تر سره كېدو ملاتړ كوي او غواړي، چې دا اعدامونه دې په ښكاره ډول تر سره شي تر څو په هېواد كې د جرمونو كچه را ټيټه شي.

لدې وړاندې هم گڼ شمېر افغانانو له دې اقدام څخه ملاتړ كړى وو او په دې باور دي، چې په هېواد كې د امنيت او د هېوادوالو د مصونيت  لپاره بايد مجرمينو ته سزا وركړل شي.

Trending

Exit mobile version