تازه خبرونه

د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزارت لغو شو

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۳۰, ۱۳۹۹)

حکومت د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزارت لغو کړی دی.

سیما سمر، چې د اړوند وزارت د وزیرې په توګه یې دنده ترسره کوله؛ آریانا نیوز ته تائید کړه، چې د دغه وزارت جوړښت د ولسمشرۍ له خوا لغو شوی دی.

نوموړې زیاته کړې، چې د دې د ګوښه کېدنې په اړه هم ورسره مشوره نده شوې.

هغې دا هم ویلي، چې همکارانو یې یو مکتوب ورسپارلی، چې ښیي ګوښه شوې ده.

د یادونې ده، چې میرمن سیما سمر یوه لسیزه د افغانستان بشرحقونو خپلواک کمیسیون مشره وه او دغه راز یې په ملګرو ملتونو کې هم دنده تر سره کړې ده.

Trending

Exit mobile version