تازه خبرونه
د بشري حقونو څار بنسټ نوی راپور؛ له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو زیاتېدا
په دې بنسټ کې د افغانستان د چارو شنونکې فرشتې عباسي ویلي: « پاکستانيو چارواکو د افغان کډوالو د ملاتړ پر ځای د وېرې فضا رامنځته کړې او دا وضعیت د دې لامل شوی، چې ډېری یې خوړو او روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي تېر شي.»
د بشري حقونو څار بنسټ په خپل تازه راپور کې څرګنده کړې، چې پاکستانیو چارواکو له افغانستان سره د نښتو له زیاتېدا وروسته د افغان کډوالو خپلسرې نیونې، چاپې او جبري ایستل ډېر کړي دي.
د یاد راپور له مخې؛ زرګونه افغان کډوال په ځانګړي توګه ښځې او ماشومان روغتیايي خدمتونو، زدهکړې او نورو بنسټیزو اړتیاوو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ دي.
په دې بنسټ کې د افغانستان د چارو شنونکې فرشتې عباسي ویلي: « پاکستانيو چارواکو د افغان کډوالو د ملاتړ پر ځای د وېرې فضا رامنځته کړې او دا وضعیت د دې لامل شوی، چې ډېری یې خوړو او روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي تېر شي.»
راپور زیاته کړې، چې د پاکستان پولیسو په بېلابېلو ښارونو کې کور پر کور عملیات، شپنۍ تلاشي او له حکم پرته نیونې ترسره او افغان کډوال پر نښه کړي دي. ان داسې کسان هم نیول شوي، چې د باور وړ ویزې یې لرلې.
دې بنسټ زیاته کړې؛ یوازې په ۲۰۲۶ ز.کال کې له پاکستان څخه له ۱۴۶ زره ډېر افغان کډوال ایستل شوي او دا بهیر د اپرېل له پیل راپدېخوا نور هم چټک شوی دی.
په راپور کې له کډوالو څخه د رشوت اخیستو پېښوته هم نغوته شوې او ویل کیږي: هغه کسان، چې د پیسو ورکولو وس نهلري نیول کېږي او جبري ایستل کېږي.
د بشري حقونو د څار دې بنسټ خبرداری ورکړی، چې ډېری بېرته ستنېدونکي؛ په ځانګړي توګه خبریالان، د بشري حقونو هڅاند او د پخواني حکومت اړوند کسان له څارنې، ځورونې او امنیتي ګواښونو سره مخ دي.
دې بنسټ ټینګار کړی؛ د کډوالو جبري ایستل ان له نړیوالو ژمنو څخه د پاکستان سرغړونه ګڼل کېدی شي او له دې هېواده یې غوښتي، چې ژر تر ژره دا لړۍ ودروي.