تازه خبرونه

د بشري حقونو کميسيون: د ښځو وژونکي ډېری وخت له قانون څخه تښتي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بشري حقونو د خپلواک کمیسيون مسولین وايي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې۱۹۰ښځې وژل شوېدي او د تاوتریخوالي ۲۵۷۹پېښې دوی ثبت کړي دي.

 د ښځو د حقونو مدافع بنسټونه هم وايي چې په ۲۰۱۵میلادي کال کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې وې.

په افغانستان کې له ښځو سره د زور زیاتي پېښې مخ په ډېرېدو دي. د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مسولین په دې هکله د اندېښنې د څرګندولو تر څنګ وايي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۵۷۹پېښې ثبت شوي دي چې د تېر کال په پرتله اووه په سلو کې زیاتوالی ښيي.

دغه راز د دغه کمیسیون د شمېرو له مخې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۹۰ښځې د زور زیاتي په پېښو کې وژل شوېدي.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د ارزونو له مخې په هېواد کې د نا امنیو زیاتیدو هم له ښځو سره د تاوتریخوالي پېښو ته زمینه برابره کړې ده.

دغه راز د افغان ښځو د شبکې مسولین وايي چې په روان کال کې له ښځو او ماشومانو سره د تاوتریخوالي زیات شوی او یوازې دوی په ۱۲۰ښځو او ماشومانو د جنسي تېري پېښې ثبت کړې دي.

د ښځو د شبکې غړې ثریا صبحرنګ وايي: “د دغې شبکې د ارقامو له مخې د تاوتریخوالي جدي پيښې۳۱۳، د وژنو پېښې۱۲۰، د ځان وژنې پېښې۴۰، په ښځو د تجاوزپېښې۵۰ او په ماشومانو د تجاوز پېښې۲۰او د وهلو ټکولو۸۳اتیا پيښې ثبت شوې دي.”

دا په داسې حال کې ده چې د ښځو مدافع بنسټونه وايي چې اوس ښځې په قانو ډېرې پوهېږي نو کله چې له تاوتریخوالي سره مخامخ کېږي عدلي ارګانونو ته مراجعه کوي.

Trending

Exit mobile version