تازه خبرونه

د بشر حقوق هغه وخت چېرته ول، چې ښځې او ماشومان بمباردېدل – محمد خالد الحنفي

Published

on

د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت چارسمبالي محمد خالد الحنفي غور ولایت ته د خپل سفر پر مهال یوې ولسي غونډه ته وویل؛ اسلامي امارت د ښځو حقوقو ته په هغه توګه ژمن دی، چې زمونږ ملت یې غواړي.

د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې ولسي غونډه کې د یاد ولایت والي، امنيه قومندان، د استخباراتو رییس، ولایتي مسوولینو، عالمانو، مخورو او عامو خلکو ګډون کړی و.

د یاد بنسټ په څرګندونو کې راغلي؛ محمد خالد الحنفي د ښځو د حقوقو په اړه زیاته کړې: اسلامي امارت د ښځو حقوقو ته په هغه توګه ژمن دی، چې زمونږ ملت یې غواړي او مسووولین یې د خپل فامیل ښځینه‌وو ته غواړي؛ خو د ښځو د حقوقو دعوه داران د ښځو بې حجابي هڅول او له اسلام دین څخه لرې حقوق ورکول غواړي.

نوموړي دا هم ویلي؛ هغه وخت د بشر حقوق چېرته ول، چې پر ښځو ماشومانو او نجونو بمبارد کیده او خپلوان یې پر وړاندې ورته وژل کیدل او اوس بیا هغه حقه حقوق ورکول غواړي، چې دوی یې د حقوقو تر پښو لاندې کول بولي.

هغه واي: غور هغه تاریخي سیمه ده، چې شاهان یې پر ملوک الجبال یادیږي؛ تاسې د همدغې سیمې بچیان یاست. ویاړ کوم، چې له ستاسو سره حضور لرم. تاریخ د غوریانو پر وياړونو ډک دی.

محمد خالد الحنفي ویلي: په تېر کې ملوک الطوائفي، سمت پرستي، قوم پرستي او لسان پرستي حاکمه وه؛ خو اوس لله الحمد یو نظام، یو یې امیر او د یو بیرغ تر چتر لاندې ژوند کوو، سرحدونه مو خپلواکه، ترلاس لاندې او خپل دي.

د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت چارسمبالي د اسیلامي امارت له ادرسه د خلکو د حقوقونو د په پام کې نه نیولو او ځورونې په اړه وویل: د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت په چوکاټ کې د سمع شکایاتو برخې ته له مسوولینو شکایت کولی شئ؛ که څوک د مجرم د خلاصون سفارش کوي، هغه هم باید ونیول شي.

هغه ګډونوالو ته په نغوته کې څرګنده کړې؛ د اسلامي امارت مشرتابه مسوولینو ته سپارښتنه کړې، چې له تحایفو، ډالیو او هدایاو اخیستلو ډډه وکړئ او که بالفرض تحایف مو واخیستل باید بیت المال ته حواله شي، خپلمنځي هماهنګي باید شتون ولري، د خلکو ستونزې واوریدل شي او د حل لپاره له مشرتابه سره شریک شي.

هغه ازادي یو فرصت وبللو او وایي: ازادي یو ستر نعمت دی؛ ځکه رسول اکرم د همدې لپاره راغلی و، چې بنده د بنده له بندګي ازاد کړي او د یو خدای بندګۍ ته یې راوبولي. دا ازادي هغه وخت بشپړېدلی شي، چې اسلامي احکام تطبیق شي.

Trending

Exit mobile version