سیمه ییز خبرونه
د بشر د حقونو فعال نادر نادري نوم د عدالت به کتاب کې شامل شو
د افغانستان د بشري حقونو د فعال نادر نادري نوم د نړۍ د لسو پېژندل شويو څېرو په كتاب كې ځاى شو. د عدالت په نامه كتاب هر كال د امريكا له خوا چاپېږي، او د هغو كسانو نومونه په كې شاملېږي، چې په نړۍ كې د سترو تحولاتو عامل ګرځي.
د عدالت په كتاب كې هر كال د هغو شخصيتونو نومونه شاملېږي، چې د بشري حقونو په اړوندو مسايلو كې فعال دي.
د بشر د حقونو فعال او د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاكنو د بنسټ رئيس نادر نادري يو له هغو كسانو دى، چې نوم يې د عدالت د كتاب په نوې ګڼه كې راغلى، دا كتاب په امريكا كې چاپ شوى او تېره اوونۍ د يو لړ مراسمو په ترڅ كې پرانيستل شو.
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواك كميسيون د حقوقو اجرايوي رئيس موسى محمودي د عدالت په كتاب كې د نادر نادري د نوم له شاملېدو هركلى كوي او وايې:
په افغانستان كې د بشر له حقونو سرغړونې له ملي او نړيوالو اندېښنو څخه دي او د عدالت په كتاب كې د نادر نادري د نوم شاملول د دې ښودنه كوي، چې افغانان په افغانستان كې د تاوتريخوالي او د بشر له حقونو څخه د سرغړونو د كچې د ټيټولو په موخه هڅې كوي.
دا كتاب ماریانا کوک، چې يوه مشهوره امريكايي ښځينه عكاسه ده او په خپلواكه توګه د نړۍ د اغېزمنو شخصيتونو پر ژوند او فعاليتونو مطالعه كوي، چمتو شوى دى.
په همدي حال كې د افغانستان د بشر د حقونو فعال نادر نادري وايې:
په راتلونكې كې به هڅه وكړي، چې افغانان په خپلو بشري او مدني حقونو لاس رسى پېدا كړي.
د عدالت د كتاب په تازه ګڼه كې د نادر نادري تر څنګ د امريكا د پخواني ولسمشر جيمي كارتر، د ايران د بشر د حقونو د فعالې شيرين عبادي، د ملګرو ملتونو د پخواني سرمنشي كوفي عنان، د ايرلند د پخواني ولسمشر ماري ربينسون، د برما د سياسي فعالې آنګ سان سوچي او د بشر د حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د كمېشنر لويس اربور نومونه هم تر سترګو كېږي.