سیمه ییز خبرونه
د بشر له حقونو څخه زياتره سرغړونكي په خپله حكومتي چارواكي دي
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواك كميسيون وايي، ۲۰۱۳ كال كې د بشر له حقونو څخه د سرغړونو پېښې زياتې شوې دي.
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواك كميسيون وياند رفيع الله بيدار وايي، ۲۰۱۳ كال كې د پوزو، غوږونو او ژبو د پرې كولو په ګډون ناوړه پېښې ليدل شوي او دې كال كې د بشر له حقونو څخه د سرغړونې پېښې د پام وړ زياتې شوې دي.
كميسيون د بشري حقونو سرغړونكو ته د سزاو په نه وركولو اندېښنه ښيي.
د دې بنسټ وياند همدارنګه وايي، په ۲۰۱۳ كال كې يواځې له ښځو سره د تاوتريخوالي ۵۰۰۰ پېښې ثبت شوي، چې د ۲۰۱۲ كال په تناسب ۲۵ سلنه ډېروالى ښيي.
بلخوا د مدني ټولنې فعال اجمل بلوچ زاده وايي، د بشر له حقونو زياتره سرغړونكي په خپله حكومتي چارواكي دي.
نوموړی خبردارى وركوي، چې كه د بشري جقونو ناقضينو ته سزا ورنكړل شي، د تېرو دولسو كلونو لاسته راوړنې به په اوبو لاهو شي.
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواك كميسيون همدارنګه زیاتوي، چې د معافيت كلتور لاهم پر ځاى دى او له ښځو سره د تاوتريخوالي پېښې جدي نه ګڼل كېږي.
دوى وايي، په داسې حال كې، چې له ښځو سره د تاوتريوالي پېښې مخ پر زياتېدو دي، ښايي په را روانو ټاكنو كې هم د هغوى ونډه پيكه وي.