نړۍ

د بغداد په کرونا روغتون کې اورلګېدنې ۸۲ ناروغان مړه کړي

Published

on

د عراق کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په بغداد کې د کرونا ویروس په یوه روغتون کې اورلګېدنې لږ تر لږه ۸۲ ناروغان مړه کړي دي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښه کې ۱۱۹ نور کسان ټپیان شوي دي.

د یاد روغتون سرچینو ويلي، چې د اور لګېدنې په دې پېښه کې د یو شمېر ټپيانو د روغتیایي حالت د خرابیدو له کبله ښایي د زیانونو په شمیر کې ډېروالی راشي.

د عراق حکومت له پېښې وروسته درې ورځنې ملي ماتم اعلان کړی دی.

چارواکو دا هم ویلي، چې د اورلګېدنې په اړه څېړنې پیل شوي او د دغه هېواد د لومړي وزیر د څرګندونو له مخې؛ هغه کسان، چې په پېښه کې ګرم وپېژندل شي؛ قانون به پرې پلی شي.

ویل کیږي، چې په پېښه کې روغتون څه نا څه بشپړ سوی دی.

د پیښې عیني شاهدانو ويلي؛ د اکسیجن د ډبۍ چاودېدنه او بیا د اور خپریدل د بغداد په ابن الخطیب روغتون کې د سختې ویجاړۍ او ځاني زیان لامل دی.

Trending

Exit mobile version