سیمه ییز خبرونه
د بغلان امنيتي ځواكونو د ټاكنو د درې مركزونو امنيتي گواښونه له منځه يوړل
د بغلان د ټاكنو كميسيون رييس وايي، چې تر اوسه هم اووه مركزونه له امنيتي گواښونو سره مخ دي.
په بغلان كې د ټاكنو د سيمه ييز دفتر رييس امان الله حبیبی وايي، كه امنيتي ستونزې شتون ونه لري؛ دغه ملي بهير به په شفافيت تر سره شي.
بغلان د ولايتي شورا رييس وايي، چې په دغه ولايت كې امنيتي گواښونه له منځه نه دي تللي او د نامسولو وسلوالو شتون تر ټولو لوى گواښ بلل كيږي.
د ملي اردو د درېيمې لوا د لومړي كنډك قوماندان ډگرمن ضیاالدین، چې له ناامنيو سره د مبارزې دنده لري ډاډ وركوي، چې د ټاكنو د امنيت ساتلو لپاره پوره چمتوالى لرو.
په پام كې ده د راتلونكيو ټاكنو په ورځ په بغلان كې ۲۵۷ مركزونه پرانيستي وي.
اوس هم د دغه ولايت په مركزي بغلان، بركې او پلحصار ولسواليو كې د رايې وركولو واوه مركزونه له امنيتي گواښونو سره مخ دي.