1393ټاكنې
د بغلان اوسيدونكيو د ټاكنيزو درغليو په اړه د څېړنې غوښتنه وكړه
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د پلخمري ښار يو شمېر اوسيدونكيو له هغې وروسته د ټاكنو د پايلو په اړه اندېښمن شول، چې د دغه ولايت په كليوالو سيمو كې د درغليو او له قانون څخه د سرغړونو رپوټونه خپاره شول.
دوى له هغو بنسټونو، چې د ټاكنو د رڼښت په اړه مسووليت لري؛ غواړي، چې د رايو په برخه كې بشپړ دقت وكړي.
په بغلان كې د ټاكنو خپلواك كميسيون رييس امان الله حبيبي وايي:
د خلكو رايې له خوندي دي او د ټولو سرغړونو په اړه به څېړنه وشي.
د بغلان اوسيدونكيو په ډېره ليوالتيا په ټاكنو كې برخه واخيسته؛ خو د درغليو په اړه وروستيو پېښو اندېښمن كړي دي.