سیمه ییز خبرونه

د بغلان د بوركې ولسوالۍ د اوسيدونكيو خوږ ژوند زورواكانو تريخ كړى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

زورواكو او باج اخيستونكيو د بغلان د بوركې ولسوالې د اوسيدونكيو اندېښنې را پارولې دي.

د بوركې ولسوالۍ يو شمېر اوسيدونكي وايي، چې د زورواكانو او له قانون څخه د سرغړوونكيو له جبره دې وژغورل شو.

دوى زياتوي، په تېرو څو مياشتو كې مو ځمكې او كرنيز محصولات خوندي نه دي او هره ورځ زورواكان او غاصبين مو محصولات ټولوي او په مرك مو گواښي.

د بغلان ولايت مرستيال عبدالقديم نيازى وايي، چې د دې ولسوالۍ د اوسيدونكيو د ستونزو د حل په موخه پلاوى گومارل شوى، چې د قانون له سرغړوونكيو سره جدي چلند وكړي.

بوركه د بغلان يو ليرې پرته ولسوالي ده، چې اوسيدونكي يې د ځمكو په كر اخته دي.

ويل كيږي، چې د غيرمسوولو وسله والو موجوديت، باج اخيستل او له قانون څخه سرغړونه تر دې كچې رسيدلې، چې د خلكو ژوند يې په غم اړولى دى.

د يادونې وړ ده، چې د دې ولسوالۍ ځينې اوسيدونكي د زورواكانو د جبر پر لامل كورونو پريښودو ته هم اړ شوي دي.

Trending

Exit mobile version