سیمه ییز خبرونه
د بغلان د بورې فابريكه په ورځ كې پنځوس زره كيلوگرامه بوره توليدي
د بغلان د بورې فابريكې له اته كاله ځنډ وروسته بېرته خپل فعاليت پيل كړ او په ورځ كې پنځوس زره كيلوگرامه بوره توليدوي.
د بغلان د خصوصي سكتور رييس عبدالقدير خرمي وايي:
د بغلان د بورې فابريكه اته كاله له كاره پاتې وه ، خو اوس يې په كار پيل كړى اوسلگونه كسانو ته په كې د كارزمينه برابره شوې ده.
د مركزي بغلان ولسوال گوهرخان بابري وايي، چې د بورې د توليد لپاره ۵۱۵۰ ټنه چغندر زيرمه شوي ، چې په راتلونكې كال كې به دا كچه دوه برابره شي .
د بغلان د بورې فابريكه په ۱۳۱۹ لمريز كال كې په فعاليت پيل وكړ او په ۱۳۷۰ل كال كې د خامو موادو د نشتوالي او پرلپسې جگړو له كبله يې كار ودراوه. په ۱۳۸۳ل كال كې يو ځل بيا خصوصي سكتور ته وسپارل شوه، چې بيا هم د كافي خامو موادو او په تېره بيا چغندرو نشتوالى د دې لامل شو، چې خصوصي سكتور په ۱۳۹۱ل كال كې د بغلان د بورې فابريكه بېرته دولت ته وسپاري .