سیمه ییز خبرونه
د بغلان د نهرين ولسوالۍ جنايي مدير پرجنسي تېري تورن شو
يوه څوارلس كلنه نجلۍ ادعا كوي، چې:
د بغلان د نهرين ولسوالۍ جنايي مدير پرې جنسي تېرى كړى دى.
ويل كيږي، چې له ده وړاندې پردې نجلۍ د خپل عمه د زوى لخوا هم جنسي تېرى شوى و.
د نهرين ولسوال عبدالفتاح هاتف هم مني، چې د نهرين جنايي مديرڅارنوال برات پردې نجلۍ جنسي تېرى كړى دى.
دى وايي:
تورن د بغلان عدلي بنسټونو ته ورپېژندل شوى و؛ خو هغه خوشې شوى دى.
بلخوا د بغلان امنيه كوماندان اسدالله شېرزاد وايې:
څارنوال برات په پوځي محكمه كې بندي دى.
زهره نومې نجلۍ څوارلس كلنه ده، چې درې مياشتې وړاندې د عمه زوى تښتولې وه او پرې څو ځله جنسي تېرى شوى دى.
زهره بي بي په عدالت كې د لاسرسي په موخه د نهرين حكومتي ادارو ته ورغلې، خو بيا پرې جنسي تېرى شوى دى.
زهره بي بي وايي:
د نهرين جنايي مدير څارنوال برات د څېړنو لپاره كورته وغوښتم، چې د عمه زوى مې د قانون منگولو ته وسپارل شي؛ خو كوم عمل، چې د عمه زوى ور سره كړى و، د قانون د اجرا كوونكي له خوا هم را سره تر سره شو.
د زهرې د كورنۍ غړي اوس كابل ته راغلي، چې عدالت ته لاسرسى ومومي.
د زهرې تره وايي:
۲۵ ورځې مو د بغلان په ټولو حكومتي ادارو كې منډې وكړې، خو هيچا مو ستونزې ته لاسرسى نه دى پيدا كړى.
د زهرې كورنۍ د بشري حقونو له مدافع بسټونو غواړي، چې له څارنوال برات سره قانوني چلند وكړي.
پرماشومانو د جنسي تېريو موارد ترډېره په افغانستان كې ليدل شوي، خو د بشري حقونو فعالان نيوكې كوي، چې د دې تېريو عاملانو ته سزا نه وركول كيږي.