سیمه ییز خبرونه

د بغلان د ولايتي شورا رئيس د يو ځانمرګې بريد له امله ووژل شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د بغلان د ولايتي شورا رئيس سره له ديارلسو كسانو د دوشنبې په ورځ په پلخمري ښار كې د يو ځانمرګې بريد له امله ووژل شو.

د دوشنبې په ورځ ( د غویی ۳۰ ) له غرمې وړاندې يو ځانمرګې بريد كوونكې، چې ويل كېږي پوځي يونفورم يې په تن وو دلته د بغلان د ولايت شورا د ودانې وړاندې ځانته چاودنه وركړه.

پېښه هغه وخت را مېنځ ته شوه، چې د بغلان د ولايتي شورا رئيس محمد رسول محسني د خپل كار دفتر ته د ننه كېدو په حال كې وو، د بغلان د ولايتي شورا رئيس، د هغه ساتونكي او يو شمېر ملكي وګړي د دغې پېښې قربانيان شوي، خو چارواكې چې د دغې پېښې د مرګ ژوبلې كومه شمېره وركوي هغه توپير لري.

د بغلان والي سلطان محمد عبادي وايي:

په پېښه كې ديارلس تنه وژل شوي او نهه ټپيان شوي خو د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند احمد جاويد بشارت بيا د وژل شويو شمېر څورلس او د ټپيان شمېر يوولس تنه په ګوته كوي.

د وسله والو طالبانو وياند له رسنيو سره په اړيكه كې د دغې پېښې مسئوليت منلى او ادعا يې كړې، چې په دغه بريد كې يې د ولايتي شورا ډېر ساتونكې وژلي دي، خو داسې څرګندونې هم شته، چې دغه بريد د پاكستان له خوا طرحه شوى وو.

افغان ولسمشر حامد كرزي د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه بريد غندلى او هغه يې غېر انساني او غېر اسلامي عمل بللى دى.

د كورنيو چارو وزارت هم ياد بريد غندلى او پړه يې پر وسله والو طالبانو او د هغوى په سيمه ييزو  ملاتړو ور اچولې دی.

Trending

Exit mobile version