تازه خبرونه

د بغلان روزنتون ماشومانو د آسانتياوو غوښتنه وكړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بغلان د روزنتون ماشومان د زدكړو او اوسيدنې لپاره د يوه مناسب ځاى د جوړيدو غوښتنه لري.

د بغلان په روزنتون كې ۴۷ بې سرپرسته ماشومان ژوند كوي، چې ظاهرا دوى ته خواړه پخپل وخت سره برابريږي او د ښوونكيو له چلند خوښ ښكاري؛ خو د دوى يوازنۍ ستونزه وړې خونې او د درسي موادو لږوالى دى.

د بغلان په روزنتون كې ماشومان يوازې د ځان په اړه فكر نه كوي، بلكې دوي د بې سرپرسته ماشومانو وضعيت، چې په درندو كارونو بوخت دي هم د اندېښنې وړ بولي.

د بغلان د ماشومانو د روزنتون د ټولنيزو چارو مشره سمیرا اکبري د دې ستونزې د حل خبرې كوي او وايي، تر ۵۰ بې سرپرسته ماشومان مو ساتلي دي.

دا په داسې حال كې ده، چې په تېرو كلونو كې دا شمېر له سلو كسانو هم اوښتى و.

د بغلان د روزنتون مشره په دې هڅو كې ده، چې په بغلان كې بې سرپرسته ماشومانو ته يوه مناسبه او سيمه ييزه ودانۍ جوړه كړي.

Trending

Exit mobile version