بلخ @ps

د بغلان ستونزه د ډنډ شهاب الدین او ډنډې غوري نیولو نه حل کیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بغلان امنیه قومندان وایي، په بغلان ولایت کې امنیتي ځواکونه د طالبانو په وړاندې ناتوانه دي.

د بغلان امنیه قومندان عوض محمد نذیري وایي، وسلوالو مخالفینو د ډنډ شهاب الدین او ډنډ غوري په سیمو کې د خپل حضور پر مهال ډېر جنګیالي ټول کړي او دوی نه شي کولی د دغو سیمو په بېرته نیولو ټول وسلوال وځپي.

د شخړو د حل په چارو کې د ولسمشر سلاکار اسدالله فلاح  وایي، د پاکستان په مداخلې د هېواد یوویشت ولایتونه ناامنه دي.

د بغلان د ولایتي شورا غړی شاه جان ایوبي هم په دغه ولایت کې د وسلوالو طالبانو پرمختګونو اندېښمن کړی دی.

د بغلان والي عبدالستار بارزډاډ ورکوي، چې د مرکزي حکومت او د بغلان د خلکو په همکارۍ د وسلوالو مخالفینو د ځپلو هڅه کوي.

د بغلان ځینې اوسیدونکي وایي، په ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین سیمو کې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو مخالفینو تر منځ نښتې روانې دي او مخالفین په دې هڅه کې دي، چې د ډنډ شهاب الدین د درقد پل او شهرنو سیمو کې ځینې پوستې ونیسي.

خبریال : محمد ذاکر نوري 

Trending

Exit mobile version