سیمه ییز خبرونه
د بغلان والي د روغتيايي بنسټونو پر كړنو نيوكه كوي
د بغلان والي سلطان محمد عبادي وايي، چې د روغتييايي امكانانو نه شتون د دې لامل شوى، چې ډېري ناروغان د كابل او مزارشريف روغتونونو ته وليږدول شي.
د بغلان ولايت مركز د پلخمري ښار اوسيدونكې وايي، چې دولت په تېرو دولس كلونو كې په دې نه دى توانيدلى، چې د روغتيا په برخه كې د خلكو اړتياوې پوره كړي.
د بغلان والي په پلخمري كې د شمالي ولايتونو د مسافرو لپاره د يوه ميعاري روغتون شتون ضروري گڼي.
د بغلان روغتيايي چارواكي هم د والي دغه خبره مني.
د بغلان د عامې روغتيا رياست سرپرست داكتر امرالدين اشرفي وايي، چې د روغتون د جوړولو لپاره كافي ځمكه په اختيار كې لري او دغه ستونزه تر راتلونكې كال پورې اواريږي .
د هېواد د نهو شمالي ولايتونو اوسيدونكې د پلخمري له لارې تيريږي او كابل ته راځي، چې ډېري وخت دغه مسافر په سالنگونو كې له ترافيكې پېښو سره مخ كيږي؛ خو ستونزه دا ده، چې د پلخمري ولايتي روغتون د دغو ناروغانو او ټپيانو د درملنې توان نه لري.