تازه خبرونه

د بغلان ولايت خلک له مرکزي دولت څخه ناراضه دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

بغلان کې خلک وایي، د ملي یووالي حکومت د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی. په همدې حال کې کارپوهان وایي، د وسله والو لاسونو ته د کندز لوېدو پلخمري کې د خلکو روحیه اغېزمنه کړې.

بغلان کې خلک د کندز په سقوط اندېښمن ښکاري او وایي، دا به د شمال ختیځ زون وضعیت خراب کړي. دوی وایي، د هېواد په کچه د امنیت ساتنې له پاره د ملي یووالي حکومت په وروستي یوه کال کې یو کوچنی ګام هم نه دی پورته کړی.

په همدې حال کې کارپوهان وایي، د کندز سقوط د خلکو په روحیې مفني اغېز کړی.

د پوهنتون استاد عزیز الرحمن سخي زاده وايي: «د سيمې ډېرو خلکو د مقاومت له پاره تياری ښودلی، په بغلان کې وضعيت نورمال نه دی چې د کندوز له پېښې څخه اغېزمن ښکاري.»

په همدې حال بغلان کې امنیتي ځواکونو ویلي چې په مرکز پلخمري او څوارلسو ولسوالیو کې یې ځانګړې امنیتي تدابیر نیولي او له وسله والو سره هر راز احتمالي مقابلې ته چمتووالی لري.

 

Trending

Exit mobile version