تازه خبرونه
د بغلان ولايت په ټاکنو کې نرينه د ښځو د گډون مخنيوی کوي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
په بغلان كې ځينې ښځې شكايت كوي، چې په ځينو ليرې پرتو او كليوالي سيمو كې نرينه په ټاكنو كې د ښځو د گډون مخنيوى كوي او دا د دوی د اندېښنې وړ مسئله ده.
د شنبې په ورځ(د وري۹) په ټاكنو كې د ښځو د گډون لپاره يو وركشاپ جوړ شوى و، چې موخه يي د عامه پوهاوي لوړوالى و.
د دې وركشاپ برخه والې مېرمنې وايي، اوس هم زيات نرينه په ټاكنو كې د ښځو د گډون مخنيوى كوي.
د مدني ټولنې فعاله جميله خليق په ټاكنو كې د ښځو فعال گډون اړين بولي او وايي، كه ښځې په ټاكنو كې برخه وانخلي، دا به جدي ستونزه وي.
په بغلان كې د ټاكنو خپلواك كميسيون چارواكي وايي، هڅه كوو، چې ټول افغانان په ټاكنو او د دې ملي بهير پر ازرښت پوه شي.