بلخ @ps
د بغلان ولایتي شورا غړی له خپلو ۳ ساتونکیو سره ووژل شو
د بغلان ولایتي شورا غړی علم جان مجاهد د پلخمري ښار په حسین خېلو کې د وسلوالو په برید کې ووژل شو.
د بغلان ولایتي شورا رییس اسدالله شهباز وایي، چې پر نوموړي د پلخمري ښار د حسین خیلو په سیمه کې وسلوال برید وشو.
د نوموړي په وینا؛ په دغه برید کي علم جان مجاهد او د هغه درې ساتونکي وژل شوي دي.
د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع وایي، علم جان مجاهد په داسې حال کې د طالبانو له یو کمین سره مخ شوی، چې له ریاسته د مرکزي بغلان( د خپل کور) پر لوري روان و. په دې پېښه کې د نوموړي دوه ساتونکي او یو نمسی وژل شوي او څلور نور ساتونکي ټپیان دي.
په بغلان ولایت کې د حزب اسلامي مسوول عبدالله نهضت یار وایي، علم جان مجاهد د حزب اسلامي هڅاند غړی و او حکومت باید په بغلان کې د روانو ناامنیو مخه ونیسي او ورته ستونزو ته د حل لار ولټوي.
د بغلان د عامی روغتیا ریاست د عامه اړیکو مسوول شاه محمد هوفیاني وايي، له دې پېښې څلور نور ټپیان هم روغتون ته لیږدول شوي، چې د دوه کسو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پرغاړه نه دی اخیستی .