بلخ @ps
د بغلان ولایت د ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین زیاترې سیمې افغان ځواکونو ونیولې
د بغلان ولایت د امنیت آمر عبدالرشید بشیر آریانا نیوز ته د خپلو پرمختګونو په اړه وویل، تاسې پوهیږئ، چې دروان کال د مرغومي په میاشت کې دلته د افغان ځواکونو عملیات پیل شول او مخالفینو د نورو په نغوټه کابل ته غزیدلي برښنا مزي پرې کړل.
د نوموړي په وینا؛ نن غرمه ملي ځواکونه بریالي شول، چې په دغو سیمو کې برښنا شرکت ته د مزو تړلو زمینه برابر کړي.
هغه زیاته کړه، چې د مخالفینو تر بشپړ ځپلو پورې به دا عملیات روان ساتو او د سیمو خلک ته به د بیا راګرزیدلو زمینه برابروو.
هغه هیله وښوده، چې تر څو ساعتونو به پرې شوي مزي وتړل شي او د کابل خلک به بیا د برښنا لرونکي شي.
ښاغلي بشیر د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د ستنو له سیمې تر دې دمه ۵۰ ماینونه شنډ شوي او د برښنا شرکت کارکوونکیو ته د کاز زمینه برابره شوې او ډېر ژر به خپل کار پیل کړي.
غلام حسین حیدري د بغلان ولایت د برښنا شرکت رییس وایي، چې سیمې ته اوس تخنیکي وسایل راتلی نه شي ، خو مونږ هڅه کوو، چې پرې شوي مزي وتړو او برښنا کابل ته ورسیږي.
دیادونې وړ ده، چې د دوی په خبره دښمن په سیمه کې کلک سنګرونه جوړ کړي وه، خو ملي ځواکونه بریالي شول، چې سیمه له هغو پاکه کړي.