تازه خبرونه
د بغلان ولایت په امام زمان جومات کې ځانمرګي برید ۱۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: تله ۲۲, ۱۴۰۲)
د جمعې پر ورځ ماسپښین مهال د بغلان ولایت د پلخمري ښار په یوه لوی جومات کې د ځانمرګي برید له کبله لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او ۱۵ نور شوي دي.
د دغه ولایت امنیه قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه ځانمرګی برید د پلخمري ښار په امام زمان جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې؛ امنیتي ځواکونه د پېښې د څېړنې لپاره سیمې ته رسېدلي دي.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د برید پړه پر غاړه نهده اخیستې.