تازه خبرونه

په بغلان كې چاودنې يو پوليس وواژه او شپږ ملكي وګړي يې ټپيان كړل

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د مركزي بغلان ولسوال گوهرخان بابري وايي، چې دا چاودنه د پوليسو يوې پوستې ته نيژدې د ايښودل شوي ماين له پر لامل رامنځته شوې، چې په کې يو پوليس وژل شوى دى.

هغه وايي، چې په دې چاودنه كې شپږ ملكي وگړي هم ټپيان دي.

د نوموړي په وینا، د يوه ماشوم روغتيايي حالت د اندېښنې وړ او د مركزي بغلان ولسوالې روغتون ته ليږدول شوي دي .

د دې چاودنې مسووليت تراوسه چاپه غاړه نه دى اخيستى .

Trending

Exit mobile version