تازه خبرونه
د بغلان ولایت په پلخمري کې دوه چاودني وشوې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د بغلان ولايت په مركز پلخمري ښار كې څو دقيقې وړاندې دوه پرلپسې چاودنې وشوې.
د بغلان د عامې روغتيا رياست وايي، چې له دې پېښې درې ټپيان روغتون ته وروړل شوي، چې دوه يې ملكي وگړي او يو يې د ملي امنيت سرتيرى دى.
ويل كيږي، چې چاودنې ښايي د سړك غاړې ماينونو له کبله وي.
تراوسه د دې پيښې مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.