تازه خبرونه

د بغلان يوشمېر اوسيدونكي له برښنا بې برخې شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پلخمري د نساجي برښنا د لومړي بند له ړنگيدو سره د بغلان يو شمېراوسيدونكي له برښنا بې برخې شول.
د دې بند چارواكي دا د سيمې د خلكو لپاره يو لوى ناورين بولي.
دوي وايي، وروستيو سيلابونو دا بند سخت زيانمن كړى؛ ځكه سواحل يي نه دي تحكيم شوي او د دې بند له څلورو دروازو يې دوه سيند ته لويدلي دي.
د دوى په وينا، ځينو كورنيو او بهرنيو بنسټونو د دې بند د بيا رغاونې لپاره د مرستو ټټر وهلى؛ خو تر اوسه په دې اړه عملي گامونه نه دي پورته شوي.
د پلخمري د برښنا د لومړي بند تخنيكي سلاكار انجینر اسلام الدین نوري، د دې بند د بشپړ ړنگيدو زيانونه زيات بولي او همكار بنسټونه په ناغيړي تورنوي.
د پلخمري د نساجي د بريښنا د لومړي بند آمر انجینر عبدالبشیر وزیری وايي، د دې بند د فعال ساتلو او خلكو ته له دې اړخه د تاوانونو د كمولو لپاره له وروستيو امكاناتو گټه اخلي؛ خو اړينه ده، چې دا بند په اساسي ډول ورغول شي.
د مسوولينو په وينا، د نساجي د برښنا بند درې اويا كاله مخكې په فعاليت پيل كړى او دا مهال يي يوه دروازه غير فعاله او بله دروازه يي سيند ته لويدلې ده.

Trending

Exit mobile version