تازه خبرونه

د بغلان په بورکه ولسوالۍ کې د جنازې پر مراسمو ځانمرگی برید شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بغلان ولایت په بورکه ولسوالۍ کې د یو قومي مشرد جنازې د ادا کولو پر مهال ځانمرگی برید شوی.
د بورکې ولسوال تاج محمد تقوا پېښه تائیدوي او وایي:
په دي برید کي، چي نن له غرمي مخکي تر سره شوی دوه افغان سرتېري او شپږ عام وگړي وژل شوي دي؛ خو عیني شاهدان وايي، چې ۱۱ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه ټپیان دي.
د آریانا نیوز خبریال ذاکر نوري له بغلان څخه رپوت راکوي، چې دغه چاودنه د دې ولسوالۍ امنیه قومندانۍ ته نږدې تر سره شوې ده.
نور جزیات به وروسته وړاندې شي.

Trending

Exit mobile version