بلخ @ps
د بغلان په دوشي كې د وسلوالو طالبانو پوځي مسوول وژل شوى
تېره شپه د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ په بید دره سیمه كې د وسلوالو طالبانو پوځي مسوول ملا عبدالجبار مردان خېل وژل شوى او یو ساتونکی یې ټپي دى.
د بغلان والي وياند محمود حقمل وايي، دا وسلوال تېره شپه د ملي امنيت په عملياتو كې وژل شوى او يو كلاشينكوف هم ترې ترلاسه شوې دی.
هغه زیاتوي، وژل شوي طالب قومندان په سيمه كې طالبانو ته د ماين جوړولو مسووليت هم پغاړه درلود.
د نوموړي په وینا؛ نیول شوي کس د بغلان- پروان د لویې لارې په ناامنۍ کې هم لاس درلود.
محمود زیاتوي، مردان خېل په پېښور کې نه یوازې برید ګر طالبان روزلي، بکې د حکومت په وړاندې یې د ځانمرګو بریدګرو زوزنه هم پغاړه وه.
د ملي امنیت ریاست ځواکونو له دې مخکې تاله او برفک ولسوالۍ ته د طالبانو نومول شوی ولسوال او د وسلوالو طالبانو څو نور سرګروپان، چې تل یې د شمال لویه لار ګواښلې هم له منځه وړي دي.
خبریال: محمد ذاکر نوری