تازه خبرونه

د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د روغتیایي مرکز آمر ووژل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بغلان د عامې روغتيا رياست مرستيال وايي،د دوشي ولسوالې د كيهان درې د روغتيايي مركز سرپرستداكتر صفی الله ناپېژاندو وسلوال د خپلې كورنې د غړیو په وړاندې اته ډزه ويشتلى دى.

د بغلان د عامې روغتيا رياست مرستيال عبدالعليم  غفاري وایي، دا پېښه د يكشنبې په شپه رامنځته شوې ده.

د دغه داكتر پلار له حكومته غواړي،  چې د زوى وژونكى يې بايد مجازات شي.

له بلې خوا د دوشي ولسوالې چارواكي وايي، د پېښې په اړه څېړنه پيل شوې؛ خو د بغلان د عامې روغتيا رياست سرپرست عبدالعليم غفاري وايي:

د داكترانو په وړاندې دا مهال امنيتي گواښونه ډېر شوي او د اندېښنې وړدي .

د بغلان د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي،له دې وړاندې هم د لرخاب د روغتيايي مركز مسوول د وسلوالو له خوا وژل شوى و او د  مركزي بغلان او نهرين ولسواليو د روغتيايي مركزونو مسوولين يې په مرگ ډبولي وه.

Trending

Exit mobile version