تازه خبرونه

د بغلان په دوشي کې طالب ولسوال ووژل شو

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۶, ۱۳۹۹)

د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د خنجان ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ملا امیر له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.

د بغلان د پولیسو رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې نوموړی د یکشنبې پر ورځ غرمه مهال د خنجان ولسوالۍ پر لوري روان و، چې د دوشي ولسوالۍ د کرو په اړوند سیمه کې له خپلو  درې ساتونکیو سره ووژل شو.

د خنجان ولسوال غلام صدیق بهین ویلي، چې ملا امیر د دوشي ولسوالۍ د کرو کلي اصلي اوسیدونکی و او له دې مخکې یې په کرو سیمه کې څلور سیمه ییز پولیس وژلي وه.

امنیتي ځواکونو د سیمې د خلکو په مرسته نوموړی هغه مهال وواژه، چې تیلیفوني خدماتو ته د لاسرسي لپاره د کر کلي یوې غونډۍ ته پورته او له کمین سره مخ شو.

Trending

Exit mobile version