سیمه ییز خبرونه
د بغلان په كيله گي كې د افغان بيسيم لخوا د يو جومات د بنسټ ډبره كيښودل شوه
د بغلان د دوشي ولسوالۍ د كيله گي په سيمه كې د افغان بيسيم مخابراتي شركت د رييس امين رامين لخوا د يو جومات د بنسټ ډبره كيښودل شوه.
دا جومات د سيمې د خلكو او هغو مسافرو په غوښتنه جوړيږي، چې د شمال- مركز پر لويه لار تگ راتگ كوي.
د بغلان د دوشي ولسوالۍ د كيله گي په سيمه كې خلكو او مسافرو غوښتنه كوله، چې د لارې په اوږدو كې دې يو جومات جوړ شي. د همدې غوښتنې د پوره كولو لپاره د جومات د بنسټ ډبره په يو لړ مراسمو كې كيښودل شوه.
د افغان بيسيم مخابراتي شركت رييس امين رامين د سه شنبې په ورځ(د ليندۍ۲۱) د جومات د بنسټ د ډبرې د كيښودو پرمهال وويل:
دا جومات به په ۲۴۲مترمربع ځمكه كې جوړ شي، چې څه نا څه څلورمياشتې وخت غواړي.
د سيمې د جومات ملا امام قاري انتر د قاضي حبيب الله رامين په نوم د جومات جوړول د ديني او مذهبي مراسمو لپاره خلكو ته د آسانتياوو د برابرولو لپاره ستر گام وباله.
د بغلان د ولايتي شورا دوه غړيو رستمي او انوري د دې جومات جوړول د سيمې د خلكو د فرايضو د ادا كولو لپاره مهم او گټور اقدام وباله.
د يادونې وړ ده، چې دا جومات به په يوه وخت كې د اووه سوه لمونځ كوونكيو د ځاييدو وړتيا ولري.