سیمه ییز خبرونه

د بغلان په نهرين كې يو هلك او يوه نجلۍ د چره ييز ټوپك په ډز وژل شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

بغلان يو ځل بيا د يو تاوتريخوالي شاهد و. دا ځل د دغه ولايت په نهرين ولسوالي كې يو تن خپل لمسى او انږور د چره ييز ټوپك پر ډز وژلي دي.

د بغلان د نهرين ولسوال عبدالفتاح عاطف وايي:

دغه كس ادعا لري، چې انږور او لمسي يې له يو بل سره نا مشروع جنسي اړيكې درلودې.

دا په بغلان كې د تېرو دوه اوونيو په اږدو كې د سحرايي محاكمې درېيمه پېښه ده.

د نهرين ولسوال عبدالفتاح عاطف زيتنوي، څېړنې ښيي، چې د دغه ځوان او ميرمنې تر منځ جنسي اړيكو شتون نه درلود.

د نوموړي په وينا، ياده پښه د كورني كړكېچ له كبله را منځته شوې ده.

د بشري حقونو او مدني ټولنو فعالان بيا د دا ډول  پېښو د زياتيدو لامل د محاكمو له خوا قانون نه پلې كول او د پېښې له سيمې څخه د مجرمينو تيښنه په گوټه كوي.

دا په داسې حال كې ده، چې د بشري حقونو خپلواك كميسيون په خپل يو تازه رپوټ كې ويلي، چې د روان كال په لوموړيو شپږ مياشتو كې د تېر كال په پرتله د ښځو په وړاندې تاوتريخوالى پېنځه ويشت سلنه زيات شوى دى.

قتل ، ځانسوزونه ، ځانوژنه ، وهل ټكول او اجبارې ودونه هغه پيښې دي، چې په دغه رپوټ كې ورته اشاره شوې ده .

Trending

Exit mobile version