تازه خبرونه

د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې غیرمسوولو وسلوالو بې ستري رامنځته کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په بغلان كې يوه ښځه وايي؛ له هغې وروسته، چې د خپل خسر په كور كې غيرمسوولو وسلوالو پرې څو ځلې جنسى تېرى وكړ اود طلاق غوښتونكې شوه د ميړه كورنۍ يې د همدې غيرمسوولو وسلوالو په مرسته د دې د خور پر كور برید كړې يو ماشوم يې وژلى او پېنځه نور غړي يې ټپيان كړي دي.

د دغه كورنې غړي، چې په نهرين ولسوالې كې ژوند كوي وايي:

دغوغيرمسوولو وسلوالو غوښتل، چې دوى ټول ووژني.

دا كورنۍ د بغلان ولايت د نهرين ولسوالې په دوآبې سيمه كې ژوند كوي.

هغه ميرمن، چې له خپلې خور كره د ميلمستيا له پاره راغلې وايي:

غيرمسوولو وسلوالو د خپل خسر په كور كې پرې څو ځلې جنسي تېرى كړى او كله، چې دې وغوښتل طلاق واخلي؛ نو خسر يې د وسلوالو په همكارۍ د دې د خور په كور بريد وكړ او دوى ته يې مرگ و ژوبله واړوله.

د ټپي ماشوم پلار رمضان د دې كورنې غړي غواړي، چې غږ يې تر مسوولينو پورې ورسول شي .

د نهرين ولسوالۍامنيې قوماندان محمد ناصر اسدي په دې پېښه كې د يوه ماشوم وژنه او د پېنځه نورو ټپي كيدل تائيدوي او وايي، پر دې ميرمن د جنسي تېري قضيه به تعقيب كړي.

دا ميرمن وايي، په تېرو شپږ كلونو كې يې خپل پلار كره د تلو اجازه نه درلوده او د شين درې سيمې وسلوالو پرې هرډول ظلم او تاوتريخوالى كاوه.

په دې اړه مقابلې كورنې دمگړۍ له څرگندونو ډهډه کړې کړي ده.

Trending

Exit mobile version