تازه خبرونه
د بغلان پوهنتون پر کاسټر موټر په وسلوال برید کې ۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
(Last Updated On: کب ۲۶, ۱۳۹۹)
نن سهار د بغلان ولایت د پوزه ایشان په اړوند سیمه کې د دې ولایت د پوهنتون د کرنې پوهنځي د استادانو پر لېږدونکي کاسټر ناڅرګندو وسلوالو برید کړی؛ د موټر چلوونکی او یو زدکونکی وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
د بغلان پوهنتون مشرعبدالقادر مهان آریانا نیوز ته له پېښې پخلی کړی او وایي؛ ټپیان د دې ولایت د کرنې پوهنځي استادان دي، چې ټول یې روغتون ته لېږدول شوي دي.
د بغلان پولیسو ویاند احمد جاوید بشارت څرګنده کړې، چې د دغې پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
طالبانو څرګنده کړې، چې دوی د بغلان پوهنتون پرموټر په برید کې لاس نلري.
دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبه په ورځ په کابل کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې د حکومتي کارکوونکیو بس بمي چاودنه شوې، چې لږ تر لږه درې ښځې وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.