بلخ @ps

د بغلان چشمه شیر سیمه د افغان ځواکونو په واک کې ده-عوض محمد نظري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بغلان امنیه قوماندان ردوي، چې طالبانو پلخمري ښار ته نږدې د چشمه شیرسیمه نیولې ده.

تېره ورځ  د بغلان  ولایتي شورا  غړي فیروزالدین ایماق رسنیو ته ویلي وه، چې چشمه شیر سقوط کړی او پلخمري له جدي ګواښ سره مخ دی.

طالبانو هم ادعا کړې،چې دا سیمه يې نیولېده.

د  بغلان امنیه قوماندان، عوض محمد نظري وايي، امنیتي ځواکونه پر سیمه پوره واک لري او د وسلوالو پر ضد په جګړه کې د بغلان خلک له امنیتي ځواکونو کلک ملاتړ کوي.

پلخمري ته نږدې جګړو په داسې وخت کې زور اخستی،چې له څو میاشتو راهیسې په بغلان کې جنګونو زرګونه کورنۍ بې ځایه کړي دي.

Trending

Exit mobile version