تازه خبرونه

د بغلان ښځینه بڼ د ښځو د لاسي صنایعو د پلور له پاره مناسب ځای دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

بغلان کې د سوداګرو مېرمنو له پاره د دې ولایت ښځينه بڼ مناسب، محفوظ ځای دی چې په نورې پراختيا سره به يې سوداګرې مېرمنې د خپلې کورنۍ په اقتصاد کې برخه واخلي.

د بغلان د ښځو چارو رییسه خديجه یقين وایي، بغلان کې ښځې خامک ګنډلو، خیاطي او د بېلابېلو خوراکي توکو تیارولو کې ځانګړی مهارت لري او که یې محصولات سترو بازارونو ته لار پیدا کړي، د کورنیو د اقتصادي ودې سبب به شي.

د بغلان د ښځینه و بڼ یو داسې ځای دی چې په کې زیاتره ښځې پېر او پلور کوي. د بغلان د ښځو چارو ريیسه زیاتوي چې د بغلان سوداګرې مېرمنې د ولسوالیو او لرې پرتو سیمو لاسي صنایع دغلته په آزاد ډول نندارې ته ږدي او پلوري.

خديجه يقین زیاتوي: “ډېرې ښځې د خوراکي توکو په برابرولو او د لاسي صنایعو د پلور له لارې د خپلو کورنیو اقتصادي اړتیاوې پوره کوی شي او تر ټولو ښه يې دا ده چې د دې ولایت اوسېدونکي هم په دې برخه کې همکاری کوي.”

له بلې خوا په بغلان کې د آغاخان د دفتر مسول شيرافګن صحرايي وايي چې له ښځو سره مرستې کوي، له حکومت غواړي چې په بروکسل غونډه کې له خپلو ژمنو سره سم له ښځینه سوداګرو ملاتړ وکړي.

په وروستي یوه کال کې د بغلان په ښځینه بڼ کې دوه ځله د ښځو لاسي نندارتونونه پرانیستل شوي دي.

Trending

Exit mobile version