تازه خبرونه
د بلجیم بایسکل ځغلوونکی ووت فان آیر د میلان سانرمو سیالیو ګټونکی شو
(Last Updated On: زمری ۱۸, ۱۳۹۹)
بلژیکي بایسکل ځغلوونکي ووت فان آیر د ایټالیا د میلان سانرمو بایسکل ځغلونې په سیالۍ کې پر فرانسوي بایسکل ځغلوونکي جولیان ال فیلیپ بریالی شو.
آیر د شنبې پر ورځ له ۳۰۵ کیلومتره خغلونې وروسته د دغو سیالیو مانومینت نومې یادګاري جایزه تر لاسه کړه.
د جامبو ویسما ځغلوونکی، چې تېره شنبه د کلاسک سترید بینچ ګټونکی او یوازنی ځغلوونکی دی؛ د پوګیو د غرونو په لمنو کې له خپل سیال ال فیلیپ مخکې شو.
آسترالیایي مایکل میتیوس هم په دې سیالۍ کې درېیم ځای خپل کړ.
ټاکل شوې وه، چې دغه سیالۍ د مارچ په نیمایي کې تر سره شوې وای؛ خو د کووید – ۱۹ وبا له کبله وځنډول شوې.