تازه خبرونه

د بلخ بزګر د اوبو له کمښت سرټکوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په بلخ کې د کرني ریاست چارواکي وايي چې د مني د کښت کمپاین يي پیل کړی. په مني کې ډېری بزګر د اوربشو او غنمو کښت کوي.

د بلخ د کرنې ریاست د مسولینو په وینا د دغه ولایت د نهرشاهی، بلخ، دهدادي او چمتال ولسوالیو کې درې فصله محصولات کرل کېږي.

د بلخ د کرنې او مالدارۍ آمر اسدالله ستېغ وايي د دغه ولایت ډیره کرنیزه ځمکه کې بزګر د کال دوه فصله کري او ځينې داسې ولسوالۍ هم لرو چې بزګران يي په کال کې درې فصلونه کري. ښاغلی ستېغ زیاتوي چې په بلخ کې يې د مني د کښت له پاره کمپاین پیل کړی او بزګر د دې ولایت د کرني له ریاست سره په همغږي د مني د کښت له پاره تیاری نیسي.

د بلخ ولایت د کرني د ریاست چاروا کي وايي په دې ولایت کي د اوبو د کمښت له امله ډېری وخت نه شي کولای خپل محصولات واخلي. دوی وايي که د اوبو ستونزه حل شي نو د دغه ولایت په ډېرو برخو کې به بزګر د کال درې فصلونه اخلي.

Trending

Exit mobile version