سیمه ییز خبرونه

د بلخ د مارمل او خلم ولسواليو د برښنا مزو د غزولو تړون لاسليك شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د انرژۍ او اوبو وزارت د بلخ د مارمل او خلم ولسواليو د برښنا مزو د غزولو تړون له  هندي او افغان شركت سره لاسليك كړ.

د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، د برښنا رسولو د پروگرام د نه پراختيا په دليل له ۶ سوه ميگاواته برښنا څخه، چې له تاجكستان او ازبكستان هېوادونو افغانستان ته وارده شوې، يوازې څلور سوه ميگاواته يې د استفادې وړاو هېواد والو ته وېشل شوې ده.

دا پروژه نه يوازې اتلس اعشاريه درې كيلو متره غزيږي، بلكې نهه دېرش ترانسفارمرونه هم لري، چې پېنځه ميليون او ۵۳۰ زره يورو لگښت پرې د آلمان له وړيا مرستو برابريږي.

د انرژۍ او اوبو وزير محمد اسماعيل وايي، دا پروژه به تر ۱۵ مياشتو پورې بشپړه شي او څه باندې ۷۲۰۰ كورنۍ  به د برښنا له انرژۍ برخمنې شي.

د شمېرو له مخې، په تېرو يوولس كلونو كې له پېنځه سوه زره زياتې كورنۍ د افغانستان په گوټ گوټ كې له برښنا برخمنې شوي، چې زياته دا برښنا وارداتي ده.

.

Trending

Exit mobile version