تازه خبرونه

د بلخ د مسو صنعت د اقتصادي ستونزو له کبله سخت زیانمن شوی

دوی له خلکو غواړي، چې د بهرنیو توکو د پېرلو پر ځای له کورنیو تولیداتو کار واخلي.

Published

on

له نسلونو راپدېخوا په بلخ ولایت ټټاران یا مسګران خپل کاروبار کوي؛ خو هغه څو کسان، چې اوس پاتې دي وايي، چې دوی د افغانستان په زیان لیدونکي اقتصاد کې د ژوندي پاتې کیدو لپاره دغه سوداګري کوي.

د بلخ ولایت د مسو صنعت اوږد تاریخ لري.

د دې صنعت یو شمېر کاروباریان وايي؛ د مارکیټ نشتوالي د دوی کارونه په ټپه درولي او مجبور دي، چې د مسي لوښو سوداګري وکړي.

دوی له خلکو غواړي، چې د بهرنیو توکو د پېرلو پر ځای له کورنیو تولیداتو کار واخلي.

يو وخت و، چې د مسي لوښي په افغانستان کې د کورنيو ښکلا او سينګار و. اوس خلک د پخوا پر څېر دا لوښي او د اوبو جګونه نه کاروي.

په مزارشريف ښار کې د مسو يو شمېر سوداګر وايي، چې هېواد ته د ارزانه او بهرنيو توکو له راتګ سره مسي لوښو خپل بازار له لاسه ورکړى دى.

که څه هم د بلخ د صنایعو خونې رییس میرویس احمدي د دغه صنعت د ژوندي ساتلو لپاره له هڅو خبره کوي؛ خو له خلکو غوښتنه کوي، چې له کورنیو تولیداتو کار واخلي.

د بلخ د کسبګرو خونې چارواکي مني، چې دا صنعت مخ پر کمیدو دی؛ خو وایي د دې سکټور د ودې لپاره هڅې روانې دي او له خلکو یې غوښتي، چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي.

Trending

Exit mobile version