سیمه ییز خبرونه
د بلخ د ټاكنو كميسيون په درې ولسواليو كې له ناامنيو انديښنه لري
په بلخ كې د ټاكنو د خپلواك كميسيون ريس عزت الله امان وايي، د بلخ د چمتال، چهاربولك، او شولگرې ولسوالۍ له امنيتي گواښونو سره مخ دي.
د نوموړي په وينا، په تېرو ټاكنو كې هم په دغه ولسواليو كې امنيت د ډاډ وړ نه و.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند شېر جان دراني ډاډ وركوي، چې په ټول ولايت كې د ټاكنيزو مركزونو امنيت تينگ شوى دى.
نوموړى وايي، چې تدابير نيول شوي او د اندېښنې وړ خبره نه شته.
ښاغلى امان په ډاگه كړه، چې په دغه ولايت كې د اووه لس ميرمنو په گډون يو سل و اووه لس تنو ولايتي شورا ته ځانونه نومولي او د دغو كسانو اسناد يې د لا زياتو څېړنو په موخه د ټاكنو خپلواك كميسيون مركزي دفتر ته ليږلي دي.
دا په داسې حال كې ده، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون په ډاگه كړې، چې په ټول هېواد كې درې زره شپږ پنځوس تنو ځانونه راجسټر كړي ول، چې له هغو څخه دوه زره اووه سوه څلور تنو يې لومړني نوملړ ته لار پيدا كړې ده.