تازه خبرونه
د بلخ د ګمرک عوايد لوړ شوي دي
د بلخ د ګمرک ریاست د چارواکو په وينا د روان مالي کال په تېرو نهو میاشتو کې د دې ادارې عواید شاوخوا نهه میلیارد افغانیو ته رسېدلي دي.
د بلخ د ګمرک رییس عبدالرحمان راسخ وایي، مخکې له دې د وارداتو پر کچې، د پیسو د اخیستو پر سرچینو او هغو شعبو څارنه نه کېده چې په کې ګمرکي کارونه ترسره کېدل، خو اوس د ګمرک ریاست مسولین وایي، د پراخو اصلاحاتو تر څنګ یې د فساد او بیروکراسي مخه نیولې ده او په دې توګه یې خپل عواید زیات کړي دي.
په شمال زون کې د بلخ ګمرک ریاست د عوایدو یوه مهمه سرچینه بلل کېږي. د بلخ ګمرک مستوفي محمد اسحاق سروري وایي، د نهو میاشتو په تېرېدو سره یې شاوخوا نهه میلیارده افغانۍ عواید ټول کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د بلخ مستوفي وایي، د مالیې وزارت سږ کال د بلخ ګمرک ته د اوو میلیاردو افغانیو هدف ټاکلی و.
له بلې خوا د بلخ د ګمرک رییس عبدالرحمن راسخ زیاتوي: “هر اړخیز اصلاحات، د اداري فساد او بیروکراسي مخنیوی هغه علتونه وو چې زموږ عواید یې ډېر کړي دي. د ګمرک سېستم پرمختللی شوی او دا به مرسته وکړي چې عواید یې نور هم زیات شي.”
دا مهال د سوداګریزو مالونو ګمرکي محصول چې له منځنۍ آسیا هېوادونو څخه حیرتان ته واردېږي، په بلخ ګمرک کې اخیستل کېږي. زیاترو وارداتي مالونو کې تېل، د اوسنپې سیخان، نور ودانیز توکي، اوړه او لرګي راځي.