سیمه ییز خبرونه
د بلخ مرستيال والي محمد ظاهر وحدت له يوه ځانمرګي بريد روغ ووت
دا بريد د مزارشريف ښار په كارته آريانا سيمه كې هغه وخت وشو، چې د بلخ ولايت مرستيال محمد ظاهر وحدت خپل دفتر ته روان و. د بلخ د امنيې قومادان وايي، په دې بريد كې د والي مرستيال ته زيان نه دى رسېدلى.
دا بريد د يكشنبه په ورځ ( د لړم ۲۶ ) د يوولسو بجو په شاوخوا كې وشو.
د بلخ ولايت په مرستيال دا بريد د مزارشريف ښار په كارته آريانا كې د يوه ښوونځي مخې ته شوى دى، چاودنه دومره زوروره وه، چې تر لېرې سيمې يې شيشې ماتې كړي دي.
د بلخ د امنيې قوماندان عبدالرحمن رحيمي وايي:
په دې پېښه كې د بلخ ولايت مرستيال ته زيان نه دى رسېدلى، خو د ښوونځي يو زده كوونكى وژل شوى او څلور تنه نور، چې دوه يې ملكي وګړي دي ټپيان دي.
د بلخ د امينې قوماندان زیاتوي، چې بريد د دولت وسله والو مخالفينو كړى، خو په اړه يې څېړنې روانې دي.
تر دې وړاندې هم د دولت وسله والو مخالفينو خبر دارى وركړى و، چې وسله وال مخالفين غواړي د عاشورا په ورځ بريد وكړي، خو د سختو امنيتي تدابيرو له وجې په دې ورځو كې په بلخ كې كومه پېښه ونه شوه.
د بلخ په مرستيال والي د تېرې جمعې په ورځ د سمنګانو په دره صوف ولسوالې كې هم خلكو د ډبرو او لرګيو حمله كړې وه، چې تراوسه يې لامل نه دى روښانه شوى.