تازه خبرونه

د بلخ هوایي لوا یوه A-29 سوپر توکانو الوتکه ورغوله

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۶, ۱۴۰۲)

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې یوه سوپر توکانو A-29 الوتکه رغول شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه وزارت وايي: د مزارشریف هوايي لوا د انجنیرۍ ډلې پر پرلپسې هڅو سوپرتوکانو الوتکه الوتنې ته چمتو کړه.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د مزارشریف هوايي لوا څو سوپر توکانو الوتکې له رغولو وروسته الوت ته چمتو کړې، چې امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال ویجاړې کړې وې.

Trending

Exit mobile version