سیمه ییز خبرونه
د بلخ والي: ولسمشر دې له رڼو او عادلانه ټاكنو ملاتړ وكړي نه له درغلۍ
د بلخ والي عطا محمد نور يو ځل بيا په رڼو ټاكنو ټينګار وكړ او له ولسمشر حامد كرزي يې وغوښتل، چې له دغه ملي پروسې څخه سم مديريت وكړي. هغه وويل ولسمشر دې له رڼو او عادلانه ټاكنو ملاتړ وكړي نه له درغلۍ.
دا په مزارشريف كې د فاطمه بلخي ښوونځى دى. يو شمير كسان دغه ځاى ته د راۍ وركولو په موخه راغلي دی.
د بلخ والي عطا محمد نور، چې د راى وركولو په موخه مزار شریف کې د فاطمه بلخي ښوونځى مركز ته ورغلى و يو ځل بيا یی د ټاكنو په روڼتيا ټينګار وكړ او له ولسمشر حامد كرزي يې وغوښتل، چې دا پروسه ښه مديريت كړي او د رڼو او عادلانه ټاكنو له پايلو ملاتړ وكړي.
همدارنګه په هلمند كې د ټاكنوله پروسې څخه يوشمېرڅارونكي او وكيلان شكايت كوي.
كه څه هم په دې ولايت كې د راې وركولو پروسه له كومې امنيتي ستونزې سره مخه نه شوه، خو ځينې اوسېدونكي وايي، چې يو شمېر زورواكانو د درغليو هڅې كړې او له بلې خوا د ټاكنو د كمیسيون لخوا گمارل شوي مامورين مسلكي نه دي.
د هلمند والي محمد نعيم وايي، چې په دې ولايت كې د ټاكنو لپاره كلك امنيتي تدابير نيول شوي او په پراخه توگه د خلكو لپاره د رايې اچونې زمينه برابره شوې ده، خو د دې ولايت يو شمېر اوسېدونكي وايي:
په لښكرگاه ښاركې نه يوازې د رايې اچونې مركزونه كم دي بلكې د ټاكنود كمسيون لخوا ځينې مامورين هم مسلكي نه دي او نه شي كولى په لږ وخت كې ډېركار پرمخ بوزي.
له بلېخوا په زابل کی هم د ټاکنو په پروسه کی د خلکو ونډه د پام وړښودل شوې ده، پدغه ولایت کی يو شمېر خلك وايي، چې په ځينو مركزونو كې د راې وركولو بهير په ځنډ پيل شو.
په زابل كې هم د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاكنې ترسره شوې، كه څه هم، چې په ځينو مركزونو كې راى وركول په ځنډ پېل شول، خو د زابل والي اشرف ناصري وايي، چې د تېرو ټاكنو په پرتله دا ځل د خلکو ونډه د پام وړ وه.
بلخوا په زابل كې د ټاكنو خپلواك كميسيون مسئول ډاكټر هاشم درانى وايي، د راى مركزونو ته يې په وخت توكي رسولي، خو د كوم ځانګړي شخص د نوم له اخيستلو پرته وايي، چې ځينو چارواكو ګواښلى دى.
بل خوا امنيتي چارواكي وايي، چې په شهر صفا ولسوالۍ كې له امنيتي ځواكونو سره په نښته كې د وسله والو طالبانو د يوه قوماندان په شمول هغه څلور وسله وال وژلي، چې غوښتل يې امنيت ګډوډ كړي او د ماين په يوه چاودنه كې دوه پوليس ووژل شول او دوه نور ټپيان دي.
همدارنګه په غزني كې د ټاكنو بهير د ورځې په پېل كې له نيمګړتياوو سره مخامخ و، خو دا بهير په پوره امن فضا كې د خلكو په پراخ ګډون سره ترسره شو.
د غزني والي محمد موسی اکبرزاده وايي، د دغه ولايت اوسېدونكي په ټولو ولسواليو كې له كومې وېرې پرته په ټاكنو كې ګډون كړى دى.
بل خوا په غزني كې د ملي اردو مطبوعاتي مسئول نظيف الله سلطاني وايي، په مقر، قرباغ، ګيرو، اندړو، اجيرستان او خواجه عمريو ولسوالى كې ۲۴ طالبان هغه مهال ووژل شول، چې د رايو په مركزونو كې د بريد هڅه كوله.
د افغانستان د نورو ولايتو په څېر په کندهار ولايت کي هم په زيات شمېر کسان د رايو مرکزونو ته ولاړل او خپل د خوښي وړ نوماند ته يې رايه ورکړه. د دې ولايت امنيتي چارواكي وايي، د امنيتي چارو تر څنګ يې يو شمېر درغلې كوونكي هم نيولي.
د رايي مرکزونو ته تلوونکي کسان وايې د دوی لپاره د افغان ځواکونو لخوا ښه زمينه برابره شوې، خو يوازنۍ ستونزه، چي دوی يې يادونه کوي د دوی په سيمه کي د رايې د مرکزونو او محلونو لږ والی دی.
د دوی په خبره خلګ ډېر او مرکزونه لږ دي. په کندهار کې د دې ترڅنګ چې، کتار کتار نارينه د رایې مرکزونو ته ولاړ دي زيات شمېر ښځينه هم ليدل کېږي، چي د رایې مرکزونو ته کتار کتار ولاړي دي او غواړي، چي خپل د خوښي وړ نوماند ته رايه ورکړي.
د کندهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق وايې، د امنيت د ټينګښت تر څنګ يې په ټاکنو کي درغلي کوونکي کسان نيولي دي. هغه همدارنګه وايې، يوشمېر کسانو غوښتل د يو مشخص کانديد په ګټه رایې وکاروي، خو دوی يې مخنيوی کړی او هغوی يې د قانون منګولو ته سپارلې دي.
د ويلو ده، چي په کندهار کې ټولټال ٢٣٤ انتخاباتي مراکز پرانيستي دي، چې شاوخوا لس زره ناظرينو ترې نظارت کاوه، چې پکې د ولايتي شورا کانديدان، رسنۍ او د مدني ټولنو غړي شامل دي.