تازه خبرونه
د بلخ والي پر مشرۍ لوړپوړي پلاوي د شماللویدیځ زون له ۱۲ غرنیو ولسوالیو لیدنه وکړه
د بلخ ولایت والي د رسنیو دفتر ویلي؛ دغه پلاوی د مرکزي امنیتي کمیسیون پر استازیتوب او د اسلامي امارت د رهبر پر ځانګړي هدایت، د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د تلې شپږمه / ۱۴۴۸ سپوږمیز لېږدیز کال د ربیعالثاني میاشتې پر پېنځلسمه سیمې ته تللی دی.
د بلخ ولایت د والي محمد یوسف وفا پر مشرۍ د دفاع، کورنیو چارو او استخباراتو د ادارو لوړپوړي پلاوي د شماللویدیځ زون له ۱۲ غرنیو ولسوالیو، د بامیان له یو شمېر ولسوالیو او د بامیان له مرکز څخه لیدنه کړې ده.
په پلاوي کې د دفاع وزارت د نظامي چارو سلاکار سید عبدالجبار آغا، د کورنیو چارو وزارت د ستر معینیت استازی عطاوالله انوري، د استخباراتو عمومي ریاست استازی سید محمد یاسین آغا، د بلخ امنیه قومندان عبدالرازق راشد، د سرپل امنیه قومندان نیک محمد ملنګ، د بلخ زون د هوايي لوا قومندان نعمتالله احمدي او یو شمېر نظامي، امنیتي او ملکي مسوولانو ګډون درلود.
د بلخ والي د رسنیو دفتر د څرګندونو له مخې؛ پلاوي د بلخ اړوند البرز، زارع، کشندې، سپینخاک، شولګره، مارمل او چارکینت ولسوالیو، د سرپل اړوند الجهاد، ګوسفندي او بلخاب ولسوالیو، د سمنګان اړوند درهصوف بالا او درهصوف پایین ولسوالیو او د بامیان اړوند کهمرد، سیغان، بند امیر، یکاولنګ لومړۍ او دوهیمې ولسوالیو او یو شمېر نورو سیمو ته سفر کړی دی.
پلاوي د بلخ، سرپل، سمنګان، بامیان او بغلان ولایتونو ترمنځ د ګډو سیمو او بامیانو مرکز ته غځېدلو لارو په اوږدو کې له امنیتي او نظامي مسوولانو، علماوو، قومي مخورو، ولسونو او ځوانانو سره ناستې کړې دي.
د دغو ناستو پر مهال خلکو خپلې بېلابېلې ستونزې او غوښتنې له پلاوي سره شریکې کړې. د سړکونو د خدماتو د پراختیا، ښوونځیو او مدرسو ته د پاملرنې، د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او په ولسوالیو کې د ۵۰ بستریز روغتونونو د منظور شویو پروژو د چارو د چټکتیا غوښتنې له مهمو موضوعاتو څخه وې.
همداراز خلکو د کانونو د استخراج پر مهال د ولسي ګټو په پام کې نیولو، د کانونو د استخراج د چارو د روڼتیا، د اوبو د مدیریت او د اوبو د لېږد لپاره د معیاري ویالو او پایپونو د جوړولو ترڅنګ یو شمېر نورې غوښتنې هم مطرح کړې دي.
پلاوي خلکو ته د اسلامي امارت د مشر او د درېګونو امنیتي ادارو د مسوولانو سلامونه او ډاډ رسولی او ویلي یې دي، چې د ولسونو مطرح شوې غوښتنې به ثبت او د حل لپاره به یې له اړوند مسوولانو سره شریکې کړي.
د پلاوي غړو له خلکو غوښتي، چې له حکومتي ادارو او امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي او که څوک د نظام یا ولس د امنیت پر وړاندې د ناوړه اقدام نیت ولري، امنیتي ادارو ته یې ور وپېژني.
پلاوي له سیمهییزو مسوولانو هم غوښتي، چې د ولسونو د ستونزو د حل، له علماوو سره د ښې همغږۍ، د دولتي ادارو ترمنځ د همکارۍ او خلکو ته د غوره خدمتونو په برخه کې خپلې دندې ترسره کړي.
د بلخ د رسنیو دفتر ويلي، دا د دغه پلاوي لومړی سفر نهدی او له دې مخکې یې هم لرېپرتو سیمو ته سفرونه کړي او له مسوولانو، علماوو او ولسونو سره یې د لیدنو پر مهال د هغوی ستونزې ثبت کړې دي، چې د حل لپاره به اړوند ادارو ته وړاندې شي.