تازه خبرونه

د بلخ ولایت د خبريالانو د څلور لاري چارې بشپړې شوې

Published

on

Last Updated on: وری ۲۷, ۱۴۰۲

د بلخ ښاروالۍ ویلي؛ د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د خبریالانو  څلورلاری جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د مزارشريف په ښار کې د خبریالانو د دې څلور لاري د جوړیدو چارې څلور کاله مخکې پيل شوې وې؛ خو اسلامي امارت یې سږ کال چارې بشپړې کړې.

د بلخ ښاروال نقیب الله طارق وایي: د دې پروژې لګښت څه د پاسه ١٦ ميليون افغانۍ دى او مساحت يې شپږ نيم زره متره دى. د دې پروژې موده درې مياشتې وه؛ خو له درې مياشتو مخکې بشپړه شوه.

په شمال کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیتې مسوول لطیف سهاک ویلي: په مزارشريف ښار کې د خبريالانو د څلورلاري پرانیستل د دې ښکارندويي کوي، چې د ژورنالیزم او رسنيو ارزښتونه د هرې ورځې له تېرېدو سره بنسټيز کېږي. زه هیله من یم، چې د حکومت او رسنیو تر منځ د همکاریو له ډېرېدو سره به ډېرې لاسته راوړنې ولرو.

یو شمېر خبریالان د دې پروژې له بشپړېدو خوښ دي او د پوره ملاتړ او پر وخت د معلوماتو غوښتونکي دي.

په بلخ کې صبغت الله توران نومي خبریال ویلي: د یو خبریال په توګه ډېر خوښ یم، چې نن د اسلامي امارت لخوا د خبریالانو د درناوي لپاره دغه څلورلاری پرانیستل شو. زمونږ غوښتنه دا ده، چې معلوماتو ته د لاسرسي حق او د خبریالانو نورو غوښتنو ته پام وشي.

په هېواد کې اقتصادي ستونزې، د کاري فرصتونو کمښت، اطلاعاتو ته پر وخت نه لاسرسى د خبريالانو پر وړاندې بنسټیزې ستونزې دي.

د يادونې ده، چې اسلامي امارت د رسنیو او د اطلاعاتو د آزاد بهیر ملاتړ ته پر ژمنتیا بشپړ ټینګار کړی دی.

 

Trending

Exit mobile version