تازه خبرونه

د بلخ ولایت د شادیان ځمکې له زورواکو راوګرځول شوې

Published

on

چارواکو ویلي، چې د مزارشريف په شادیان دښته کې له ۱۰۳۵ جريبه ډېره ځمکه حکومتي ومنل شوه

د عدلیې وزارت ويلي؛ د بلخ په زون کې د اماراتي غصب شویو ځمکو د دوسیو د څېړلو ځانګړې محکمې په شادیان دښته کې د یو زر او پېنځه دېرش اعشاریه پېنځه جریبه ځمکې اړوند اسناد وڅېړل او د مزارشريف له نساجي سرک سره پر لګېدلې ځمکې یې پرېکړه وکړه، چې حکومتي ده.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون له دې مخکې هم په مزارشریف ښار کې د یادې ځمکې موضوع څېړلې وه او پر ځمکه د خېټې اچوونکي د قناعت لپاره یې دغه دوسیه رسماً په بلخ زون کې د غصب شویو ځمکو ځانګړې محکمې ته د څېړلو لپاره سپارلې وه.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ یادې محکمې د ملکیتونود اسنادو او د املاکي دفترونو او د غاصبینو له لوري د وړاندې شویو اسنادو په اړه له اړوند څانګو څخه د معلوماتو له ترلاسه کولو او د اسنادو له څېړلو وروسته دغه اسناد د اعتبار وړ نه وبلل او پرېکړه یې وکړه، چې غصب شوې ځمکې حکومتي ملکیت دی.

Trending

Exit mobile version