تازه خبرونه
د بلخ پر امنیه قوماندانې وسلوال برید د دوه بریدگرو په وژل کیدو پای ته ورسید
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
نن( د تلي ۲۰) غرمه مهال په مزارشریف کې د بلخ پر امنیه قوماندانۍ وسلوالو بریدگرو برید وکړ، چې له پولیسو سره په نښته کې دوه بریدگر وژل شوِي دي.
د بلخ امنیه قوماندانۍ ویاند شېرجان دراني وایي:
بریدگرو د پولیسو په جامه کې برید وکړ، خو له دوه ساعته نښتي وروسته دواړه برید گر ووژل شول.
دراني د بشپړو تلفاتو له څرگندونې ډډه کړې ده.
د دې ولایت د عامه روغتون چارواکو ویلي، چې تر اوسه ۱۷ ټپیان روغتون ته راوړل شوي، چې ۶ یې پولیس دي.